BBC News, پښتو - کور پاڼه

مهم خبرونه

  • افغانستان

    هند کې پر افغان دیپلوماتې د سرو زرو قاچاق تور؛ ذکیې وردګ د ممبۍ له کونسلګرۍ استعفا اعلان کړه

    په هند کې افغان ديپلوماتې ذکیې وردګ داسې مهال له دندې استعفا اعلان کړې، چې هندي‌ رسنیو د ځینو سرچینو له خولې ادعا کړې، چې له نوموړې سره "۲۵ کیلوګرامه سره زر" د قاچاق په تور نیول شوي دي. اغلې ذکیه د هند په ممبۍ کې د افغانستان جنرال کونسله وه. د (ټایمز اف انډیا) ورځپاڼې لیکلي، دغه پېښه د اپرېل پر ۲۵مه رامنځ ته شوې او د نوموړې خلاف د سرو زرو د قاچاق قضیه ثبت شوې ده خو د دیپلوماتیک خوندیتوب له امله نه ده نیول شوې. دغې ورځپاڼې په خپل رپوټ‌ کې د هندي استخباراتو له خولې ویلي، دا پېښه "داسې مهال شوې چې نوموړې له دوبۍ نه" ممبۍ ته روانه وه او د ممبۍ په هوايي‌ ډګر کې د هند ګمرکي استخباراتو ودروله.

  • غزه

    غزه کې د اوربند خبرې؛‌ د سي‌‌ای‌اې مشر قاهره کې دی، حماس وايي په 'مثبته روحیه' خبرو کې ګډون کوي

    د امریکا د مرکزي څارګر سازمان (سي‌ای‌اې) مشر ویلیم برنز په قاهره کې دی چې د اسرائیلو او حماس ترمنځ د اوربند تړون منځګړتوب کې مرسته وکړي. د اوربند په روانو خبرو کې منځګړي وايي اسرائیلو حماس ته یوه اونۍ وخت ورکړی، چې اوربند او د یرغملو د پرېښودو شوی وړاندیز ومني ګڼې اسرائیلي ځواکونه به رفح کې پوځي عملیات وکړي.

  • لاريون

    د بدخشان لاریونونو کې دوه کسان وژل شوي؛ شخړه د 'کوکنارو فصل' له منځه وړلو پر سر پیدا شوې

    دغه لاريون د جمعې په ورځ (۳ مې) د درايم په ولسوالۍ کې شوی. پر ټولنيزو رسنيو خپره شوې يوه ويډيو کې ښکاري چې احتجاجیان يو تابوت له ځانه سره لېږدوي او د طالبانو پر ضد شعارونه ورکوي. ځايي سرچينې وايي، پېښه هغه مهال رامنځ ته شوې چې د طالبانو ځواکونه يادې ولسوالۍ ته د کوکنارو د کروندو له منځه وړلو لپاره ورغلي وو خو له ځايي خلکو سره يې نښته شوې او په ترڅ کې يې يو تن وژل شوی دی.

  • هرديپ سېنګ

    کاناډا د یوه سېک بېلتونپال د وژنې په تړاو دری کسان نیولي

    د کاناډا پوليس وايي د يوه مشهور سېک فعال د وژنې په تړاو يې دری مشکوک هندي وګړي نيولي دي. هرديپ سېنګ نېجر د ۲۰۲۳ کال د جون پر ۱۸ مه د کاناډا ونکوور ښار په څنډو کې د مخ پټو وسله والو له خوا په ډزو ويشتل شوی و.

  • عدنان البرش

    د اسرائیلو زندان کې د غزې مشهور مړ شوی جراح ډاکټر عدنان البرش څوک دی؟

    د فلسطیني بندیانو ټولنې اعلان کړی، چې یو فلسطینی ډاکټر د اسرائیلو په یوه زندان کې له څلورو میاشتو بند وروسته مړ شوی دی.

  • چينايي راکټ

    چین د سپوږمۍ تیاره برخې ته یو څېړونکی ماشین استولی دی

    د چین فضایي ادارې د سپوږمۍ له تیاره برخې څخه د بېلګو د راټولولو لپاره څېړنې پیل کړې دي. دا چاره په نړۍ کې د لومړي ځل لپاره ترسره کېږي. یو بې پیلوټه راکټ ډوله څېړونکی ماشین "چانګ ای-۶" د ون چانګ څېړنیز مرکز څخه تشیال ته توغول شوی دی.

  • عمران خان

    له زندانه د عمران خان بیان؛ "خپلو مخالفانو سره خبرو ته چمتو یم"

    د پاکستان پخواني لومړي وزیر عمران خان له زندانه په یوه خپاره شوي بیان کې ویلي چې له "خپلو مخالفانو" سره خبرو ته چمتو دی. عمران خان ته په منسوب دغه بیان کې چې د تحریک انصاف له لوري خپور شوی، ویل شوي چې "خبرې اترې خو کېږي له مخالفانو سره او له هماغو سره به مذاکرات کوو چې زموږ تر ټولو ستر مخالفان دي"

  • afg

    هغه ژوي چې په بوټو د ځان درملنه کوي

  • بلوچستان

    د بلوچستان په خضدار کې چاودنه؛ د یوه خبري مرکز مشر په ګډون درې تنه پکې وژل شوي

    په بلوچستان کې په یوه بمي چاودنه کې د خضدار پرېس کلب په نوم د یوه خبري مرکز مشر مولانا محمد صدیق مېنګل په ګډون درې تنه وژل شوي او شپږ نور ژوبل دي. د خضدار امنیه قومانداني وايي، چاودنه د خضدار ښار په چمروک چوک کې شوې او په وینا یې، په وژل شوو کې دوه سکه وروڼه هم دي.

ځانګړي مطالب

  • شعر

    شعر د علم په تله کې

    له شعر سره د الماني فيلسوف فردريش نیچه تړاو خورا پېچلی دی. سره له دې چې د شعر قوت او ښکلا یې منله، خو له صداقت او رياليزم سره د کم تړاو له امله یې انتقاد هم ورباندې کاوه. په خپل کتاب «د تراژيدۍ زوکړه» کې ليکي: شعر «خواږه زهر» دي چې خلک له حقيقته پورې وهي.

  • نيکا

    د بي بي سي پلټنې: ایراني امنیتي ځواکونو یوه ۱۶ کلنه لاریونواله له جنسي ځورونې وروسته وژلې

    بي بي سي یو شمېر شواهد ترلاسه کړي، چې پکې مالومه شوې، د احتجاجونو پر مهال ایران کې امنیتي کسانو یوه ۱۶ کلنه لاریونواله نیکا شاکرمي جنسي ځورولې او بیا یې وژلې ده. په دې اسنادو کې د نیکا په نیول کېدو کې د نورو ښکېلو کسانو د مالوماتو تر څنګ د تېري کوونکو امنیتي کسانو اعتراف هم شته. د دې اسنادو راټولونې بي بي سي ته ممکنه کړې چې، د ۱۶ کلنې نیکا له نیول کېدو او نادرکه کېدو راهیسې د هغې پېښه بیا وسپړي.

  • اقلیمي بدلون

    د هوا تودوخه پر وچکالۍ، ځنګلونو سوځېدو، سېلابونو او تودو څپو څه اغېز لري؟

    وروستۍ څېړنې ښیي چې په دوبۍ کې وروستي سخت بارانونه د ځمکې پر سر د اقلیمي بدلون څرګندې نښې دي. د دې څېړنې له مخې، د هوا حالاتو سره تړلې پېښې ښايي له څلورو لارو د اقلیمي بدلون سره تړاو ولري.

  • |Kabul

    له منځني ختیځ تر افغانستانه د اسلام پالو ډلو سیاسي تجربې بریا که ناکامي؟

    سیاسي، امنیتي، اقتصاد او ټولنیزو توپیرونو ته په پام سره په بېلابېلو هېوادونو کې د اسلام پالو ډلو سیاسي تجربې هم مختلفې دي، خو د کتونکو له نظره بیا هم ځینې مشترک ټکي او عوامل لري. ۱۹۹۰ لسیزه افغانستان کې د مجاهدینو له "بریا" وروسته د سیاسي واک تجربه آن پخپله د دوی له نظره یوه ناکامه تجربه وه، ځکه دا ډلې د واک پر سر خپلمنځي خونړۍ جکړه کې ښکېلې شوې. له عرب پسرلي وروسته د منځني ختیځ په څو هېوادونو کې د ټاکنو له لارې د اسلام پالو ګوندونو او ډلو واک ته رسېدلو هم د نړۍ پام ځانته ور واړاوه.

  • ګړۍ

    د ټیټانیک بېړۍ د یوه مسافر د سرو زرو جیبي ګړۍ په ۹۰۰ زره پونډه وپلورل شوه

    د ټیټانیک په بېړۍ کې د تر ټولو یوه بډایه مسافر د سرو زرو جیبي ګړۍ د هغې د وړاندیز شوې بیې قشپږ برابره لوړه په ۹۰۰ زره پونډو وپلورل شوه.

نيمه نړۍ

افغانستان

تازه خبرونه واورئ

  • راتلونکې برخه واورئ , لومړنۍ سهارنۍ خپرونه, ۰۲:۰۰, ۵ می ۲۰۲۴, ۲۹،۳۰ موده

    دا خپرونه له بي بي سي اورئ

  • واورئ, پښتو تلویزیون, ۱۳:۳۰, ۴ می ۲۰۲۴, ۲۸،۰۰ موده

    دا خپرونه له بي‌ بي سي پښتو اورئ

  • واورئ, د نن خبرې, ۰۵:۰۰, ۴ می ۲۰۲۴, ۲۹،۳۰ موده

    دا خپرونه له بي‌ بي سي پښتو اورئ

  • راديويي څپې

    ځانګړې پاڼه

    ويډيویي رپوټونه او مرکې

    نړۍ دا وخت

    د بي بي سي پښتو ټلویزیوني خپرونه چې هره ورځ د افغانستان په شپږ بجو په ژوندۍ بڼه خپرېږي.

    پښتونخوا

    نړۍ

    لوبې

    روغتیا

    اقتصاد

    ساینس او ټېکنالوژي

    هنر او ادب

    بي‌بي‌سي پښتو پر خواله رسنیو:

    ډېر لوستل شوي