توماس بیویک

توماس بیویک (زوکړه: د ۱۷۵۳ زکال د اګست ۱۱ مه – مړینه: د ۱۸۲۸ زکال د نومبر ۸ مه) انگلیسي د لرگیو حکاک او طبیعي تاریخ لیکونکی و. نوموړي د خپل کاري ژوند په پیل کې په هر ډول چارو لکه د قاشغو او پنجو په حکاکۍ، د تبلیغاتو لپاره د لرګینو قطعاتو په جوړولو او همدارنګه د ماشومانو د کتابونو لپاره په رسامیو لاس پورې کاوه. په تدریج سره نوموړي د خپلو کتابونو رسامۍ، لیکنو او خپرولو ته مخه کړه او د «څلور پښو لرونکو حیوانانو د تاریخ» په نامه خپل غوره کتاب لپاره یې ګڼ شمېر لویان مخاطبین وموندل.

توماس بیویک
(انګلیسي: Thomas Bewick د (P1559) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
توماس بیویک
توماس بیویک

د شخص معلومات
پيدايښت ۱۰ اگسټ ۱۷۵۳[۱][۲][۳] او ۱۲ اگسټ ۱۷۵۳[۴]
مړینه 8 نومبر 1828 (75 کاله)[۵][۶][۱][۷][۸][۲][۹][۴]  د (P570) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
تابعیت د بریتانیا او آیرلنډ متحده پاچاهي   د (P27) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
عملي ژوند
کاروونکي ژبه(ي) انگليسي [۱۰][۱۱]  د (P1412) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
د کړنې څانګه طبيعت [۱۲]  د (P101) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ

د نوموړي کار هغه مهال پیل شو چې د نیوکسل په آپون ټاین کې یې د رالف بیلبي سره د حکاکۍ په برخه کې شاګردي وکړه. نوموړی په دغه سوداګرۍ کې شریک شو او بالاخره یې خپله کړه. په هغه کار زده کوونکو کې چې بیویک روزلي و جان اندرسون، لوک کلنل او ویلیام هاروی شامل و چې هر یو په خپل نوبت سره په مخکښو نقاشانو او حکاکانو واوښتل.

بیویک تر ډېره پورې د بریتانیا د مرغانو د تاریخ په نامه خپل اثر له امله پېژندل کېږي؛ هغه چې نن ورځ په لرګیو باندې د حکاکۍ په ځانګړې توګه د کوچنیو، واضحو او تر ډېره پورې د طنزي انځورونو لرلو له امله د لکیو د قطعاتو په توګه ستایل کېږي. دغه کتاب د ټولو معاصرو میداني لارښودونو مخکښ دی. نوموړي د خپل ژوند پر مهال د ایسوب افسانو یو شمېر نسخې په انځور کې وکښلې. هغه په لرګیو کې د انځورونو د کنستو اړوند د فني نوښت کریدت خپل کړی.

بیویک سمول

بیویک د ۱۷۵۳ زکال د اګست په ۱۰ مه یا ۱۱ مه نیوکسل ته څېرمه د نورث امبرلنډ د مایکلي کلي په چري بورن کور کې وزېږېد؛ په داسې حال کې چې د هغه د زیږون ورځ د اګست په ۱۲ مه لمانځل کېږي. والدین یې د کرنیزو توکو سوداګر وو؛ پلار یې له جین سره له یوځای کېدو وړاندې واده کړی و او په څلوېښت کلنۍ کې و چې د هغه د اتو ماشومانو مشر زوی؛ توماس وزېږېد. جان په  بانک میکلي کې یو کوچنۍ د ډبرو سکرو کان اجاره کړی و چې نږدې شپږو تنو په کې کار کاوه. بیویک اوینګهام ته په څېرمه کلي کې ښوونځي ته تله. [۱۳][۱۴][۱۵][۱۶][۱۷][۱۸]

بیویک په ښوونځي که کومه وړتیا له ځانه وه نه ښووله خو په ډېر لږ عمر کې یې د طراحۍ په برخه کې خپله وړتیا څرګنده کړه. هغه د هنر په برخه کې هېڅ زده کړې نه وې کړې. په ۱۴ کلنۍ کې یې نیوکسل ته څېرمه د رالف بیلبي په نوم حکاک سره شاګردي وکړه، همالته یې زده کړل چې څه ډول په لرګیو او فلز کې حکاکي وکړي؛ د بېلګې په توګه هغه زده کړل چې څه ډول په جواهراتو او یا هم قاشغو او پنجو کې نښان ووهي او یا هم نوم پرې ولیکي. د بیلبي په ورکشاپ کې بیویک د چارلز هاتون لپاره د لرګیو یو ډیاګرام حکاکي کړ چې د اندازه کولو په اړه یې معلومات وړاندې کول. له دې وروسته داسې څرګندېده چې هغه ځان په بشپړ ډول په لرګیو باندې حکاکۍ ته وقف کړی؛ همدا و چې په ۱۷۷۵ زکال کې یې په لرګي باندې د مړ شوي جان ګی د «ښکاري او پخواني ښکاري تازي» د نقاشۍ په حکاکۍ سره د سلطنتي ټولنې د هنرونو، تولیداتو او سوداګرۍ اړوند جایزه ترلاسه کړه. [۱۹][۲۰][۲۱][۲۲]

په ۱۷۷۶ زکال کې بیویک د بیلبي په ورکشاپ کې شریک شو؛ د هغوی کسب او کار وده وکړه او د لوړ کیفیت او غوره خدماتو لرونکي ورکشاپ په توګه د نیوکاسل د حکاکۍ د خدمتونو په مخکښ وړاندې کوونکي واوښت. د ۱۷۷۶ زکال په سپټمبر میاشت کې د اتو میاشتو لپاره لندن ته لاړ او دغه ښار یې یو بې ادبه، له چلوټیو ډک او ظالم ښار وموند چې د پریمانه شتمنۍ په خوا کې بېوزلۍ شتون درلود. هغه ډېر ژر بېرته د خپل خوښې وړ نیوکسل ته راستون شو؛ خو په پلازمینه کې د استوګنې پر مهال هغه زیات شهرت، سوداګریزه تجربه او په هنر کې له نویو بدلونونو څخه آګاهي ترلاسه کړه. [۲۳][۲۴][۲۵]

په ۱۷۸۶ زکال کې هغه مهال چې هغه له مالي پلوه په خپلو پښو ودرېد د اوینګهام له ایزابلا الیوټ سره یې واده وکړ؛ دوی دواړه په ماشومتوب کې سره ملګري و. دوی د رابرټ، جین، ایزابیلا او الیزابت په نومونو څلور ماشومان لرل؛ د هغې لورانو د خپل پلار له مړینې وروسته د خپل پلار په خاطراتو کار وکړ. د هغه د ژوند پر مهال د نیوکسل هنرمند توماس سوارډ ګوډ نوموړي داسې توصیف کړ «پیاوړي نارینه، چې نږدې ۶ فوټه قد او مناسب اندام لري. د ځوانۍ پر مهال د شخصي شجاعت په لرلو سره یې د توهین پر وړاندې غبرګون چټک غبرګون ښود او مقابل لوری یې په خپله تنبیه کاوه. په یوه مورد کې له چریبورن څخه له را ګرځېدو وروسته د دوه کسانو له خوا ورباندې برید وشو، خو هغه ورسره مقابله وکړه او د هغه په خپله خبره 'هغوی ته یې ښه حق ورکړ'». [۲۶][۲۷]

بیویک همدارنګه قوي اخلاقي احساس درلود او له حیواناتو سره د منصفانه چلن له لومړنیو مبارزینو څخه و. هغه د اسونو په لکیو کې په وزن تړلو، د خرس په څېر له نورو حیواناتو سره په ناسم چلن او همدارنګه په سپیانو باندې په ظلم اعتراض درلود. له ټولو مهمه دا چې هغه جګړه په بشپړ ډول بیهوده ګڼله. ټول دغه مضامین د هغه په حکاکیو کې څرګند شوي چې اخلاقي مضامینو ته د هوګارت د پام منعکس کوونکي دي. د بېلګې په توګه هغه په خپله یوه حکاکي کې له جګړې را ستانه شوي ټپي سرتېري د لرګینو پښو په لرلو او همدارنګه د هغو په بګرونډ کې یې راځوړند شوي حیوانات انځور کړي. [۲۸]

بیویک لږ تر لږه ۳۰ شاګردان لرل چې د ده او بیلبي سره یې د کار زده کوونکو په توګه کار کاوه؛ د دوی لومړنی شاګرد د بیویک کشر ورور جان و. له دې ډلې څو تنه یې چې د هغه زوی رابرټ الیوټ بیویک چې بیا یې شریک هم شو؛ جان اندرسون، لوک کلنل، چارلټون نسبین، ویلیام هاروې او رابرټ جانسون په کې شاملېږي د پام وړ حکاکانو په توګه وپېژندل شول. [۲۹][۳۰]

دغو شریکانو د څلور پښو لرونکو د تاریخچې (History of Quadrupeds) په نامه اثر په ۱۷۹۰ زکال کې د ماشومانو لپاره خپور کړ خو د لویانو لاس ته ورسېد او د هغوی د هڅونې لامل وګرځېد څو د طبیعي تاریخ په برخه کې لا جدي کار ته مخه کړي. د دغه اثر لپاره د چمتووالي په موخه بیویک د لنډ برډز (Land Birds) تر عنوان لاندې د بریتانیا د الوتونکو مرغانو د تاریخچې د لومړي ټوک لپاره ګڼ شمېر کلونه د لرګینو قطعاتو په حکاکۍ تېر کړل. بیویک د نورث آمبرلنډ له مرغانو څخه کره اطلاعاتو ته په پام د هغو انځورونه برابرول او بیلبي هم د هغو د متن د مونتاژ مسئولیت پر غاړه درلود چې خپله بشپړه هڅه یې په کې کوله. بیویک هم د متن ډېری برخه بشپړه کړه چې د لیکوال پر سر باندې یې د اختلاف لامل وګرځېده. بیویک د لیکوال په توګه د بیلبي له معرفي کولو ډډه وکړه؛ بیویک په پای کې د دغه اثر په لومړۍ پاڼه کې د خپل نوم په لیکلو سره د یو کوچني توضیحي پاراګراف سره هغه وړاندې وکړ. [۳۱][۳۲][۳۳][۳۴][۳۵]

دغه کتاب هغه مهال چې خپله د بیلبي او بیویک له خوا په ۱۷۹۷ زکال کې خپور شو ډېر ژر بریالیتوب ته ورسېد. د هغو له خپرېدو لږ وړاندې بیویک په ۱۷۹۵ زکال کې د انګلستان د پاچا او ملکې د شخصیت اړوند مختصره لیکنه خپره کړه. په ۱۷۹۷ زکال کې د الوتونکو مرغانو د نقاشیو په بریالیتوب سره بیویک د اوبو د مرغانو په نامه د هغه په دویم ټوک کار پیل کړ؛ خو د لیکوال پر سر د جنجال له امله له بیلبي څخه جلا شو. بیویک په پټه خوله د خپلو احساساتو د کنټرول وړتیا نه لرله؛ له همدې امله دغه شراکت په ډېر جنجالي او ستونزمن ډول پای ته ورسېد او بیلبي، بیویک ته خپل ورکشاپ پرېښود. بیویک اړ شو څو وکیل ته د هغه ۲۰ پونډه کار مزد چې په ۲۰۱۱ زکال کې نږدې ۲۰۰۰۰ پونډه کېږي ورکړي او همدارنګه بیلبي ته په ورکشاپ کې د هغه د تجهیزاتو لپاره ۲۱ پونډه ورکړي. [۳۶][۳۷][۳۸][۳۹]

بیویک د خپلو شاګردانو په مرسته د اوبو د مرغانو په نوم د دغه اثر دویم ټوک په ۱۸۰۴ زکال کې په خپله د یوازني لیکوال په توګه خپور کړ. هغه به تل د چاپ خونو د مدیریت دنده مشکل جوړونکې بلله؛ خو دویم ټوک یې هم د لومړي ټوک په څېر بریالی شو. [۴۰]

د ۱۸۲۷ زکال په اپرېل میاشت کې امریکايي طبیعت پوه او د الوتونکو نقاش جان جیمز اډوبون بریتانیا ته راغی څو د امریکا د مرغانو په نامه د خپل اثر لپاره مناسب چاپ کوونکی ومومي. بیویک چې دغه مهال ۷۴ کلن و خپله هغه حکاکي چې په کې په تیاره کې یو سپی د ونو له کندو څخه ویرېږي، اډوبون ته وښوده او د هغه زامنو ته یې د خپل اثر څلور پښو لرونکو حیواناتو د تاریخ یوه کاپي هم ډالۍ کړه. [۴۱]

سرچينې سمول

  1. ۱٫۰ ۱٫۱ Thomas Bewick
  2. ۲٫۰ ۲٫۱ SNAC ARK ID: https://snaccooperative.org/ark:/99166/w6hh6pp5 — subject named as: Thomas Bewick — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  3. AKL Online artist ID: https://www.degruyter.com/document/database/AKL/entry/_10123273/html — subject named as: Thomas Bewick — سمونګر: Andreas Beyer او Bénédicte Savoy — سرليک: Artists of the World Online، Allgemeines Künstlerlexikon Online او AKL Online — خپرونکی: K. G. Saur Verlag او De Gruyter — https://dx.doi.org/10.1515/AKL
  4. ۴٫۰ ۴٫۱ https://cs.isabart.org/person/58872 — د نشر نېټه: ۱ اپرېل ۲۰۲۱
  5. پیوستون : 118658719  — د نشر نېټه: ۲۸ اپرېل ۲۰۱۴ — منښتلیک: Creative Commons CC0 License
  6. http://data.bnf.fr/ark:/12148/cb13520988k — د نشر نېټه: ۱۰ اکتوبر ۲۰۱۵ — دوتنه: Bibliothèque nationale de France — منښتلیک: Open License
  7. Thomas Bewick — خپرونکی: Oxford University Press — ISBN 978-0-19-977378-7
  8. د برېتانيکا انلاين پوهنغونډ پېژند: https://www.britannica.com/biography/Thomas-Bewick — subject named as: Thomas Bewick — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷ — سرليک: Encyclopædia Britannica
  9. subject named as: Thomas Bewick — سرليک: Bewick, Thomas — نشرونه لخوا د: Grove Art Online — https://dx.doi.org/10.1093/GAO/9781884446054.ARTICLE.T008554
  10. http://data.bnf.fr/ark:/12148/cb13520988k — د نشر نېټه: ۱۰ اکتوبر ۲۰۱۵ — دوتنه: Bibliothèque nationale de France — منښتلیک: Open License
  11. NL CR AUT ID: https://aleph.nkp.cz/F/?func=find-c&local_base=aut&ccl_term=ica=jo2015895679 — د نشر نېټه: ۱ مارچ ۲۰۲۲
  12. NL CR AUT ID: https://aleph.nkp.cz/F/?func=find-c&local_base=aut&ccl_term=ica=jo2015895679 — د نشر نېټه: ۷ نومبر ۲۰۲۲
  13. "Cherryburn". National Trust. د لاسرسي‌نېټه ۲۱ مې ۲۰۱۳. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  14. کينډۍ:Cite ODNB
  15. Uglow, 2006. p. 7.
  16. This was less than a year after the calendar was reformed, a time when there was some confusion about dates.
  17. Uglow, 2006. pp. 6, 9.
  18. Uglow, 2006. pp. 10–11.
  19. Uglow, 2006. pp. 12–13.
  20. Uglow, 2006. pp. 39–44.
  21. Uglow, 2006. pp. 47–48.
  22. Uglow, 2006. p. 92.
  23. Uglow, 2006. pp. 106–107.
  24. Dixon, 2010. p. 265.
  25. Dixon, 2010. pp. 263–264.
  26. Quoted in Notes by Mr. A.G. Stephens on Thomas Bewick illustrating a loan collection of his Drawings and Woodcuts (Fine Art Society's Galleries, London, 1880)
  27. Dixon, 2010. p. 264.
  28. Dixon, 2010. p. 273.
  29. Uglow, 2006. pp. 407–408.
  30. Dixon, 2010. p. 264.
  31. "Major Publications". The Bewick Society. د اصلي آرشيف څخه پر 25 اکتوبر 2012 باندې. د لاسرسي‌نېټه 21 مې 2013. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  32. کينډۍ:Cite ODNB
  33. Uglow, 2006. pp. 153–186.
  34. Dixon, 2010. p. 265.
  35. Uglow, 2006. pp. 242–261.
  36. Uglow, 2006. pp. 242–261.
  37. Bewick, Thomas: Characters of the Kings and Queens of England; selected from the best historians. To which is added a table of succession of each, from Alfred to the present time. Newcastle, 1795.
  38. Uglow, 2006. pp. 262–279 and 293–305.
  39. Officer, Lawrence H. (2009). "Five Ways to Compute the Relative Value of a UK Pound Amount, 1270 to Present". MeasuringWorth. د اصلي آرشيف څخه پر ۲۴ نومبر ۲۰۰۹ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۲۵ نومبر ۲۰۱۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  40. Uglow, 2006. pp. 262–279 and 293–305.
  41. Uglow, 2006. pp. 388–389.