د دويمې نړيوالې جګړې متحدين

متحدين، په رسمي ډول له ۱۹۴۲ز کال راهيسې د ملګرو ملتونو په توګه پېژندل کېږي، د دويمې نړيوالې جګړې (۱۹۳۹-۱۹۴۵) پر مهال د محوري ځواکونو پر ضد جوړ شوی نړيوال پوځي اتحاد و، د محوري ځواکونو مشري  نازي المان، د جاپان امپراتوري حکومت او فاشستي ايټاليې کوله. تر ۱۹۴۱ز کال پورې د دې اتحاد اصلي غړي انګلستان، متحده ايالات، شوروي اتحاد او چين وو.

د جګړې په اوږدو کې د دې اتحاد غړيتوب بدلون موند. کله چې د ۱۹۳۹ز کال د سپتمبر په لومړۍ نېټه جګړه پيل شوه، په اتحادي ائتلاف کې انګلستان، فرانسه او پولنډ او تر څنګ يې د دوی تحت الحماية لکه برتانوي هندوستان شامل وو. ډېر ژر له دوی سره د برتانوي ټولګټو تر تسلط لاندې خپلواک هېوادونه هم شامل شول چې هغه دا دي: کاناډا، استراليا، نيوزيلينډ او سويلي افريقا. په پايله کې، ابتدايي اتحاد د لومړۍ نړيوالې جګړې سره ورته والی درلود.

څنګه چې محوري ځواکونو په شمالي اروپا او بالقان بريدونه پيل کړل، په اتحادي ځواکونو کې هالنډ، بلجيم، ناروی، يونان او يوګوسلاويا هم شامل شول. شوروي اتحاد چې په لومړي سر کې يې له المان سره د عدم تجاوز تړون کړی و او پر پولنډ د المان په برید کې يې برخه اخيستې وه، د «بارباروسا» له عملياتو وروسته، کوم چې په شوروي اتحاد د المان بريد و، د ۱۹۴۱ز کال د جون په مياشت کې له متحدينو سره يو ځای شو. متحده ايالاتو چې د ۱۹۴۰ز کال د سپتمبر له مياشتې يې اروپايي متحدينو ته يو څه مادي ملاتړ ورکاوه، تر هغه وخته په رسمي ډول بې بری پاتې شو، تر څو جاپانيانو د ۱۹۴۱ز کال د ديسمبر په مياشت کې په پيرل بندرګاه بمبار وکړ، له دې وروسته متحده ايالاتو په رسمي ډول جګړه اعلان او له متحدينو سره يو ځای شو. چين له ۱۹۳۷ز کال راهيسې له جاپان سره په جګړه کې ښکېل و او د ۱۹۴۱ز کال د ديسمبر په مياشت کې په رسمي ډول له متحدينو سره يو ځای شو.

د متحدينو مشري هغو کوله چې د «درې سترو» په نوم يادېدل – انګلستان، شوروي اتحاد او متحده ايالات – څوک چې د بشري ځواک، سرچينو او ستراتيژۍ مهم ګډونوال وو، هر يو د بريا تر لاسه کولو کې مهمه ونډه درلوده. د متحدينو د مشرانو، ديپلوماتانو او پوځي مسئولینو تر منځ د کنفرانسونو يوه لړۍ کرار کرار د اتحاد د جوړښت، د جګړې د لوري او په پايله کې له جګړې وروسته نړيوال نظم جوړ کړ. په ځانګړي ډول د برتانيې او متحده يالاتو تر منځ اړيکې ډېرې نږدې وې په داسې حال کې چې دوه اړخيز اتلانتيک منشور د دوی د اتحاد بنسټ کېښود.[۱][۲][۳]

د ۱۹۴۲ز کال د جنورۍ په لمړۍ نېټه د ملګرو  متلونو په اعلامې سره متحدين په رسمي ډول يوه ډله وګرځېده، کومه اعلاميه چې له ټولې نړۍ څخه شپږويشتو هېوادونو لاسليک کړې وه؛ په دې هېوادونو کې د محوري ځواکونو له واک څخه بهر په تبعيد کې حکومتونو څخه نيولې بیا له جګړې څخه ډېر لررې کوچني هېوادونه هم شامل وو. دې اعلاميې په رسمي ډول درې ستر ځواکونه او چين د څلورو ځواکونو په توګه وپېژندل، د جګړې پر ضد د هغوی د قانوني اقداماتو کې يې د هغوی مرکزي ونډه ومنله، دوی د «پياوړي معتمد» او وروسته د ملګرو ملتونو د څلورو پوليسانو په نوم هم پېژندل کېږي. يو شمېر نور هېوادونه د جګړې تر وروستيو ورځو پورې له دې اتحاد سره يو ځای شوي وو، په دوی کې ځينې مستعمرې او پخواني محوري هېوادونه هم شامل وو.[۴][۵]

د جګړې له پای ته رسېدو وروسته او هغه اعلاميه چې دوی يې بايد ساتنه کړې وای، د اوسنيو ملګرو ملتونو د سازمان لپاره بنسټ وګرځېد؛ د دې اتحاد يو تلپاتې ميراث د ملګرو ملتونو د امنيت شورا هميشنی غړيتوب دی، کومه چې په ځانګړي ډول د جګړې د ګټونکو متحدو قوتونو څخه جوړه ده.[۶]

پيل سمول

د لومړۍ نړيوالې جګړې ګټونکو متحدينو – په کومو کې چې هغه ځواکونه شامل دي چې وروسته د دويمې نړيوالې جګړې متحدين شول – د ۱۹۱۹-۱۹۲۰ د پاريس د سولې کانفرانس کې په مخالفو مرکزي قوتونو سخت شرايط کېښودل. المان د وارسا په تړون د لاسليک له امله د خفګان څرګندونه وکړه، د کوم تر مخې چې بايد دې هېواد د جګړې بشپړ مسئوليت منلی، د سيمې يوه برخه پرېښې او د نورو جرمانو تر څنګ لوړ تاوانونه ورکړې وای. د ویمار جمهوريت، کوم چې د جګړې په پای کې منځ ته راغی او له هغې وروسته يې د تړون پر سر مذاکرات وکړل، خپل قانوني حيثيت لړزاند وليد، په ځانګړي ډول هغ همهال، کله چې يې پر ډېر کمزوري اقتصاد او سپک شوي نفوس د حکومت لپاره هلې ځلې کولې.

د ۱۹۲۹ز کال د وال سټريټ سقوط او د هغې په پايله کې منځ ته راغلي ستر رکود، په ټوله اروپا کې د سياسي نا ارامۍ لامل وګرځېد، په ځانګړي ډول په المان کې، چېرته چې سمونپالو ملتپالو د اقتصادي بحران د سختوالي تور د وارسا په تړون پورې کړ. د اډولف هټلرۍ په مشرۍ زيات ښي اړخی ګوند، کوم چې د سولې له تړون سملاسي وروسته جوړ شوی و، په المان کې د غالب سياسي خوځښت د جوړېدو لپاره د مخ پر زياتېدو ولسي خفګان او ناهيلۍ څخه ګټه پورته کړه، تر ۱۹۳۳ز کال کې، دوی ځواک تر لاسه کړ او په چټکۍ سره يې يو مطلق العنان حکومت جوړ کړ چې د نازي المان په نوم پېژندل کېدو. نازي حکومت په سملاسي ډول د وارسا د تړون د لغوه کولو غوښتنه وکړه او د الماني توکم لرونکي نفوس اتريش او د الماني توکم لرونکي نفوس چيکوسلواکيايي سيمو ادعا يې وکړه. د جګړې شونتيا ډېره زياته وه، خو هېڅ ستر هېواد د يوې بلې جګړې لور ته ميلان نه درلود، ډېرو هېوادونو د رضا کولو په څېر د غېر پوځي تګلارو په مټ د دې تاوتریخوالي د کمولو هڅه وکړه.

جاپان چې په لومړۍ نړيواله جګړه کې یو له بنسټيزو متحدو ځواکونو څخه و، له هغه وخته راهيسې په چټکۍ سره پوځي او مطلق العنان ګرځېدلی و، له المان سره متوازي، د ۱۹۲۰ز لسيزه کې ملتپاله جذبات زيات شول، کوم چې په ۱۹۳۱ز کال کې په منچوريا بريد کولو سره پای ته ورسېدل. د ملتونو ټولنې (د ملتونو ليګ) د چين په وړاندې د تيري په توګه دا برید په کلکه وغندلو، جاپان په ۱۹۳۳ز کال کې د دې ټولنې څخه په وتلو سره ځواب ووايه. په ۱۹۳۷ز کال کې هغه مهال د چين او جاپان دويمه جګړه ونښته، کله چې جاپان په چين پراخه بريد وکړ. د ملتونو ټولنې د جاپان اقدامات وغندل او بنديزونه يې ولګول؛ ملګرو ملتونو چې په اسيا کې يې د سوله ييزو مذاکراتو لپاره هڅې کړې وې، په دې بريد سره په ځانګړي ډول غوصه شول او د چين د ملاتړ هڅه يې پيل کړه.

د ۱۹۳۹ز کال د مارچ په مياشت کې، المان د مونيخ پر تړون له لاسليک يواځې شپږ مياشتې وروسته چيکوسلواکيه ونيو، چا چې په بنسټيز ډول د الماني توکمه نفوس لرونکې چيکوسلواکيايي سرحدي سيمو په سپارلو سره د هټلر د خوشالولو هڅه کړې وه، په داسې حال کې چې د اروپا ډېرو برخو دا تړون د سولې لپاره د يوې بريا په توګه ولمانځه، په څرګند ډول د دې تړون د شرايطو روښانه کولو د ارامۍ د ناکامۍ څرګندونه کوله. برتانيه او فرانسه چې د ارامۍ تر ټولو ستر پلويان وو، پرېکړه وکړه چې هټلر د سفارتي تړونونو د ساتنې کومه اراده نه لري او جګړې ته په چمتوالي کولو يې ځواب ووايه. د ۱۹۳۹ز کال د مارچ په يودېرشمه نېټه، برتانيې د انګلستان او پولنډ پوځي اتحاد په دې هڅه کې جوړ کړ چې په پولنډ د المان د پېښېدونکي بريد مخه ونيسي؛ فرانس هم په همدې ډول له ۱۹۲۱ز کال راهيسې له پولنډ سره اوږدمهالی اتحاد درلود. شوروي اتحاد چې د نړۍ د ډېرو هېوادونو له خوا په ديپلوماتيک او اقتصادي ډول ګوښه کړای شوی و، د لويديځو طاقتونو سره يې د اتحاد هڅه وکړه، خو هټلر د ۱۹۳۹ز کال د اګست په مياشت کې د نازي-شوروي د عدم تجاوز پر تړون په لاسليک کولو سره د سټالين سره د ممکنه جګړې مخه ونيوله. په دوه محاذونو کې د جګړې پر مخنيوي سربېره، کومو چې په تېره نړيواله جګړه کې د هغه پوځ ته زيان رسولی و، دې تړون په پټه سره د منځنۍ او ختيځې اروپا ازاد  دولتونه د دوه طاقتونو په منځ کې ووېشل او د المان د جګړې ماشين ته يې په سم ډول د تيلو وړاندې کول ډاډمن کړ.

سرچينې سمول

  1. Johnsen, William T. (13 September 2016). The Origins of the Grand Alliance: Anglo-American Military Collaboration from the Panay Incident to Pearl Harbor (په انګلیسي ژبه کي). University Press of Kentucky. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-8131-6836-4. Although many factors manifestly contributed to the ultimately victory, not least the Soviet Union's joining of the coalition, the coalition partners ability to orchestrate their efforts and coordinate the many elements of modern warfare successfully must rank high in any assessment. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  2. "The Big Three". The National WWII Museum New Orleans (په انګلیسي ژبه کي). د لاسرسي‌نېټه ۰۴ اپرېل ۲۰۲۱. In World War II, the three great Allied powers—Great Britain, the United States, and the Soviet Union—formed a Grand Alliance that was the key to victory. But the alliance partners did not share common political aims, and did not always agree on how the war should be fought. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  3. Lane, Ann; Temperley, Howard (12 February 1996). The Rise and Fall of the Grand Alliance, 1941–45 (په انګلیسي ژبه کي). Springer. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1-349-24242-9. This collection by leading British and American scholars on twentieth century international history covers the strategy, diplomacy and intelligence of the Anglo-American-Soviet alliance during the Second World War. It includes the evolution of allied war aims in both the European and Pacific theatres, the policies surrounding the development and use of the atomic bomb and the evolution of the international intelligence community. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  4. Hoopes, Townsend, and Douglas Brinkley. FDR and the Creation of the U.N. (Yale University Press, 1997)
  5. Doenecke, Justus D.; Stoler, Mark A. (2005). Debating Franklin D. Roosevelt's foreign policies, 1933–1945. Rowman & Littlefield. د کتاب نړيواله کره شمېره 9780847694167. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  6. Ian C. B. Dear and Michael Foot, eds. The Oxford Companion to World War II (2005), pp 29, 1176